IQNA

د جنګ اغیزې؛ د غزې اوسېدونکي سږکال له حج  څخه محرومه شول

14:29 - May 23, 2026
د خبر لمبر: 3492809
ایکنا- په داسې حال کې چې د لوېدیځې غاړې فلسطیني حاجیان د حج لپاره سعودي عربستان ته روان شوي، د غزې تړانګې اوسېدونکي د دریم پرله‌پسې کال لپاره د حج له فریضې بې‌برخې پاتې دي. جنګ ، د رفح پولې تړل کېدو او د کلابندئ دوام، د زرګونو فلسطینیانو لپاره د حج سفر په یوه نه ترلاسه کېدونکي خوب بدل کړی دی.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د «Middle East Eye» څخه ئې نقل کړی راغلي دي، په داسې حال کې چې لکونو  مسلمانان د حج د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته د سفر تیاری کوي، د غزې اوسېدونکي یو ځل بیا د اسلام له پنځو بنسټیزو ارکانو څخه د یوه، یعنې د حج، له ادا کولو محروم شوي دي.

د رفح پوله د غزې د اوسېدونکو لپاره نړۍ ته یوازینۍ دروازه ده، او که څه هم تر یوې اندازې بېرته پرانیستل شوې، خو اسرائیلو لا هم د تګ راتګ لپاره پرې محدودیتونه لګولي دي.

د حج د ادا کولو لپاره به په راتلونکو شپو ورځو کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه مسلمانان مکې مکرمې ته سفر ونه پاي ته ورسوي ، خو د غزې مسلمانان د پولو له  تړل کېدو، بې‌ځایه کېدو، لوږې او سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د غزې د مسلمانانو لپاره د حج سفر تل له ستونزو ډک و، ځکه د دې سفر ترتیبات زرګونه ډالر لګښت لري. حاجیان معمولاً لومړی د بس له لارې مصر ته او بیا د الوتکې له لارې سعودي عربستان ته سفر کوي.

هغه کسان چې پخوا ئې په غزې کې د حج او عمرې د خدماتو وړاندې کولو کار کاوه، اوس له سخت بحران سره مخ دي. ډېرو ئې یا خپل د ژوند عاید له لاسه ورکړی او یا ئې درانه مالي زیانونه لیدلي دي.

په حقیقت کې، په تېرو څو کلونو کې په غزې کې د اسرائیلو نسل‌وژنې، حج له یوه روحاني وجیبې څخه په یوه نه پوره کېدونکي خوب بدل کړی دی.

مکې ته سفر یو  ولولناک  روحاني سفر دی چې د انسان د روحیې د بیا راژوندي کولو، قربانۍ او درملنې لپاره ترسره کېږي. له همدې امله، د اسرائیلو بریدونو فلسطینیان نه یوازې له خوړو، درملو او امنیت څخه محروم کړي، بلکې هغوی یې له هغو تجروبو هم بې‌برخې کړي چې کولای ئې شول د کلونو وحشیانه بمبارۍ وروسته د عزت، هیلو او روحي درملنې په بیا ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

د وخت په تېرېدو سره، ډېر هغه سپین‌ږیري چې له اوږدې مودې راهیسې ئې مکې ته د سفر هیله لرله، اوس د بدني کمزورۍ له امله د دې سفر توان نه لري.

https://iqna.ir/fa/news/4353132

captcha